ټولنه

په سمنګانو کې د یوې دیني مدرسې ودانۍ پرانیستل شوه

کابل / د وري ۱۹مه / باختر
په سمنګانو کې د یوې خصوي دیني مدرسې نوې ودانۍ نن د زده کوونکو د استفادې وړوګرځېده.
د دغې خصوصي مدرسې مسوول مولوي عبدالجبار شهیدزاده باختر آژانس ته وویل چې دغه مدرسه د ایبکو ښار د نوي ماسټر پلان په ساحه کې د څلور جریبه ځمکې په ساحه کې په هېواد او بهر کې د سمنګانو د خیرغوښتوونکو کسانو په مالي مرسته د ۲۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړه شوې ده.
شهیدزاده زیاته کړه چې دغه مدرسه په درېو کلونو کې په څلور پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې ده چې ۲۰ درسي او دوه اداري خونې او د کنفرانس سالون لري.
د سمنګانو د حج او اوقافو رییس وايي چې همدا اوس په دغه ولایت کې ۱۴۲ خصوصي دیني مدرسې فعالیت لري چې په دغه ریاست کې ثبت او راجستر دي.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته