خبرونهټولنه

په سمنګانو کې سلګونه کورنۍ مرسته ترلاسه کوي

۳۷- کابل / د سلواغې ۵ مه / باختر
د امريکا د متحدو ایالاتو پرمختیايي اداره په سمنګانو کې له سلګونو بېځایه شوې او رستنې شوې کورنيو سره مرسته کوي.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې؛ د نغدو پيسو او ١٢قلمه ژمنۍ جامو وېشل نن د نړيوالې کډوالۍ په همکارۍ په ايبکو ښار کې پيل شول.
په سمنګانو کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس سید کمال حسیني وايي چې د امريکا د متحدو ايالاتو پرمختیايي ادارې د خپلو بشردوستانه مرستو له لارې، پر٦٢٠ داخلي بېځایه شويو کورنيو او له بهرنيو هېوادونو څخه پر راستنو شويو کورنیو ۲۰۰ امريکايي ډالر او او ١٢قلمه ژمنۍ جامې ووېشلې.
د دغو مرستو د وېش په وخت کې د سمنګانو والي داوود کلکاني له مرستندویه بنسټونو په ځانګړي توګه د کډوالۍ نړیوال سازمان څخه مننه وکړه او ويې ويل چې ياده مرسته کولاى شي تر يوې اندازې پورې د دوى ستونزې لرې کړي.
هغه وویل: موږ له دغو کورنیو سره د زیاتو مرستو د جلبولو په موخه کې له مرستندویو بنسټونو سره په اړیکه کې یوو.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته