کابل / د مرغومي / ۱ / باختر
د مهاجرینو نړيوال سازمان په سمنګانوکې له سلګونواړو کورنیو سره نغدې پيسې او جامې مرسته وکړه.
دغه کورنۍ د تېروجګړو او وزګارتیا او بېوزلۍ له امله زیانمنې شوې دي او مرستوته اړتیا لري.
د سمنګانو له پېښوسره د مبارزې د چمتوالي ادارې یوه مسوول نورالله منصف باختراژآنس ته وویل چې په دې پړاو کې پر۳۶۸ کورنۍ هریوه کورنۍ ته۲۰۰ امریکايي ډالراو ژمني جامې ووېشل شوې.
هغه وویل چې دغه کورنۍ د خرم سارباغ ، حضرت سلطان او د ایبکوښاراوسېدونکي دي چې له څېړنې او سروې وروسته وپېژندل شوې.
ع
3 د یوې دقیقې څخه لږ