اقتصاد

خوست کې د ۵ پروژو کار پیل شو

متون باختر د وږي د میاشتې ۲۸ مه
د خوست ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې د کليودبياجوړولو او پراختيا وزارت له خوا د څه د پاسه څوارلسو ميليونو افغانيو په لګښت د پنځو پروژ کارپيل شو.
د خوست والي حکم خان حبیبي باختر اژانس ته وویل چې په دغو پروژو کې ۳ سربندونه یو د د څښاک د پاکو اوبو دستګاه او یو استنادي دیوال شامل دي.
د حبيبي په وينا څلور پروژې به د اسماعېل خېلو او مندوزو په ولسواليو کې او د استنادي دیوال پروژه به د متون ښار اړوند مړدېخېلو په سيمه کې دڅه د پاسه څوارلسو ميليونو افغانيو په لګښت پلي شي.
والي زیاته کړه چې دمړدیخېلو استنادي دیوال ۲۰۰ متره اوږدوالي لري چې په جوړیدو سره به یې ۲۰۰ جریبه ځمکه خړوبه کړي او د بزګرانو ستونزه به پرې تر یوه بریده حل شي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته