ټولنه

په سمنګانو کې په لسګونوبی ځایه شويو کورنیو ته کورونه جوړ شول

ایبک / د وري / ۱۰ / باختر
المان په سمنګانو کې لسګونوبی ځایه شویو کورنیو ته کورونه جوړ کړي دي .
د باختر اژانس خبریال د خبر له مخې، د المان د جي اي زید دفتر ٤٤ بی ځایه شویو کورنیو ته چې د کورنیو جګړو له امله خپل کورونه يې د کوز دره صوف په زیرکي سیمه کې ویجاړ شوي وو او د جوړولو توان یې نه درلود کورونه جوړ کړي دي .
د سمنګانو د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو امرسید کمال حسیني وایی دغه دفتر هرې کورنۍ ته دوه خونې یو دهلیز او یو تشناب په اتو میاشتو کې جوړ کړي او د دوی په واک کې یی ورکړي دي .
حسیني زیاته کړه په دغه پروژې کې پنځلس ميلیونه افغانۍ لګېدلې دى .
د سمنګانو د والي مرستال صبغت الله سمنګاني د پوهنې، کرنې، روغتیا او ترانسپورت په برخه کې بې ځایه شویو کورنیو سره د المان له مرستو قدر داني وکړه .
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته