امنیت

په سمنګانو کې څلور تنه د غلا په تړاو ونیول شول

کابل / د مرغومي ۷مه / باختر
د اسلامي امارت ځواکونو نن په سمنګانو کې څلور تنه د غلا په اړوند ونیول.
د سمنګانو د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته د یوې خبرپاڼې په استولو سره ویلي دي چې د اسلامي امارت ځواکونو دوه تنه په ایبکو ښار کې د یوه دُکان د مالونو د غلا او دوه تنه نور یې د دغه ولایت په خلم ولسوالۍ کې د پیسو او ګاڼو د غلا په تړاو نیولي دي.
د یو بل خبر له مخې:
د کورنیو چارو وزارت مسوولین وايي چې امنیتي ځواکونو د غزني او نیمروز له مربوطاتو څخه ٨ تنه د غلا په اړوند ونیول.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته