خبرونهامنیت

په سمنګانو کې یوغلا کړی شوی موټرکشف اوخاوند ته یې وسپارل  شو

کابل /دمرغومی ۱۲مه /باختر

دسمنګانو ولایت د استخباراتو ریاست منسوبینو پرون یوکرولا موټر چې دوه میاشتې مخکې له کابل ښار څخه غلا کړی  شوى و، کشف اوخاوند ته یې وسپارل شو.

د سمنګانو ولایت د استخباراتو رییس مولوی سمیع الحق حقنواز باختراژانس ته وویل چې د سمنګانو د استخباراتو ریاست منسوبینو دغه موټر د ایبکو ښار د استوګنې له یو کورڅخه کشف اوخاوند ته  یې وسپاره.

دا په داسې حال کې ده چې څه ناڅه دوه اوونۍ مخکې هم یوغلا کړی شوى موټر د سمنګانو ولایت له مرکز ایبکوښارڅخه د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ له  جنایی جرمونوسره د مبارزې مدیریت د منسوبینوله خوا کشف او خاوند ته یې سپارل شوى و.

ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته