ټولنه

په سمنګانو کې یو سړی خپل شخصي کور د یوې دیني مدرسې لپاره ورکړ

کابل / د مرغومي ٧ مه / باختر
د سمنګانو یو اوسېدونکی خپل شخصي کور د یوې دیني مدرسې د فعالیت په خاطر ورکړ.
د سمنګانو د حج او اوقافو رییس مولوي صفي الله باختر آژانس ته وویل چې د سمنګانو یو خیر غوښتونکی اوسېدونکی حاجي الله مراد بابه لر د ایبکو ښار په آنیچې کلي کې خپله درې پوړیزه شخصي ودانۍ د یوې دیني مدرسې د جوړولو لپاره د پوهنې ریاست ته ورکړه.
دغه ودانۍ ۱۸ خونې او نور ضروري ملحقات لري چې د حاجي الله مراد بابه لر د دارالحفاظ په نامه ونومول شوه.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته