ټولنه

په سمنګان کې له زرګونو بېوزلو کورنیو سره د چین مرستې

کابل/ د تلې ٣ / باختر
د سمنګان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست نن په دغه ولایت کې پر زرګونو اړو کورنیو د خوراکي توکو ویش پیل کړ.
د سمنګان د پېښو پر وړاندې د چمتوالي رياست يوه چارواکي نورالله منصف د باخترآژانس خبريال ته وويل: په دې خوراکي توکو کې ١٠٠ مټريک ټنه چينايي مرسته شوې وريجې شاملې دي چې د سمنګانو د والي تر لارښوونې لاندې پر زيانمنو ، اړو او وچکالۍ ځپلو کورنيو ويشل کېږي.
د سمنګان له پېښو سره د مبارزې د چمتوالي رياست دغه مسوول وايي چې دا له یوه بهرني هیواد څخه د خوراکي توکو لومړی مرسته ده چې دوی په هیواد کې له وروستیو پرمختګونو وروسته بېوزلو او اړو کسانو ته ورکوي.
هغه وویل، د مرستو لړۍ به په راتلونکو ورځو کې هم دوام ومومي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته