نړۍ

په سوريه کې څو چاودنو څه ناڅه سل تنه ووژل

دمشق  باختر د غبرګولي  دريمه :
  د را رسيدلو خبرونو له مخې: د سوريې د لاذقيه ولايت په دوو ښارونو جبله او طرطوس کې څو چاودنو څه ناڅه ١٠٠تنه وژلي دي .
د سوريې د بشر د حقوقو د څارونکو په نامه ډلې اعلام وکړ چې د دغو چاودنو له امله څه ناڅه ١٠٠ تنه وژل شوي او ١٢٠ تنه نور ټپيان شوي دي .
د سوريې الاخبار ټلويزيوني شبکې اعلام وکړ: د لاذقيه ولايت په جبله ښارکې د دريو چاودنو له امله څو تنه وژل شوي دي خو د سر د زيان دقيق شمېر يې په ډاګه نه کړ
د روريټرز آژانس د سوريې د بشر د حقوقو د څارونکو ډلې له خولې چې مرکز يې په لندن کې دى؛ وليکل چې څه ناڅه څلور چاودنې د سوريې په جبله ښارکې شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته