اقتصاد

په شبرغان ښارکې د اميرتيمور د تجارتي مرکزد جوړولوکار پيل شو

کابل /د ليندې ٨مه/باختر
د جوزجان والي داملا شعيب رسالت نن په شبرغان ښارکې د اميرتيمور د تجارتي مرکز دجوړولوکار پرانيست.
د جوزجان د ښارجوړولو رياست انجنيرحسين غلامي د باختراژانس سيمه ييزخبريال ته وويل چې دغه تجارتي مرکز په ٧٩٦ مربع متره ځمکه کې د يولدوز او ميلاد د شرکت له خوا د څه دپاسه سلوزرو امريکايي ډالروپه لګښت په دوو پوړونوکې په پاخه اواساسي ډول جوړېږي.
هغه زياته کړه چې د دغه تجارتي مرکز په ودانۍ کى ٢٣ دکانونه، د استوګنې ٨ اپارتمانونه او نورضروري ملحقات په پام کې نيول شوي دي.
دخبرځاى د څرګندونوله مخې؛ د دغه تجارتي مرکز په بشپړولواوګټې اخستنې سره په کال کې ٧٤٥ زره افغانۍ دولت ته عايد رسېږي.
د جوزجان والي داملا شعيب د امير تيمور تجارتي مرکز د بنسټ آېښودلو په وخت کې وويل: د تجارتي مارکيټونو او د استوګنې د کورونو جوړول د دې ترڅنګ چې د ښار ښکلا اوپرمختګ زياتوي خلکو ته کاري فرصتونه هم برابروي.
دجوزجان د والي د څرګندونوله مخې؛اسلامي امارت دهر هغه کار ملاتړکوي چې په ټولنه کې د مثبت بدلون سبب شي.
د شبرغان ښار يو شمېراوسيدونکي وايي د تجارتي مرکزونو جوړول د ښواقتصادي اسانتياوود برابرولو ترڅنګ کارموندنې ته هم زمينه برابروي اوهغوى د دغه شان پروژو ملاتړکوي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته