ټولنه

په شبرغان کې دوه پرمختيايي پروژې ګټې اخستنې ته وسپارل شوې

کابل /د لړم ١٢مه /باختر
د جوزجان د بريښنا شرکت مسوولين وايي چې د دوو ترانسفارمرونو په درولو سره د جوزجان ولايت د زندان د مديريت او د عامه نظم د قوماندانۍ په ګډون ٨٠ کورنى هم له بريښنا څخه ګټه واخيسته .
د جوزجان د بريښنا شرکت سرپرست حاجي عبدالجليل راسخ د باختراژانس خبريال ته وويل چې دغه پروژې د جوزجان د بريښنا شرکت له بودجې څخه د٧٥٠ زرو افغانيو په لګښت بشپړې شوي دي چې په پرانستلو سره يې د جوزجان د زندان مديريت اودعامه نظم د قوماندانۍ د بريښنا د اړتيا د لرې کولو ترڅنګ په شبرغان ښارکې ٨٠ کورنى هم له بريښنا څخه برخمنې شوې .
د جوزجان ولايت مالي اواداري رييس ذبيح الله حسيني وويل چې اسلامي امارت د خلکو د غوښتنو د تحقق په خاطر يوپه بل پسې پرمختيايي پروژې تطبيقوي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په وروستۍ يوه مياشت کې د څلوروترانسفارمرونو په درولو سره په جوزجان ولايت کې سلګونوکورنى له بريښنا څخه برخمنې شوي دي
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته