امنیت

په شبرغان کې د وينې په ورکولو سره د امنیتي او دفاعي ځوآکونوملي ورځ ونمانځنل شوه

– شبرغان / دکب۱۰/ باختر
په جوزجان کې پرون د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملي ورځ څخه ملاتړ وشو.
د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې: په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت په دغه ولایت کې جوړه شوه د سیمه ییزو او ولایتي شورا پر مقاماتو سربيره ،د دولتي ادارو رییسانو،افسرانو،سرټېرو،ځوانانو او مېرمنو برخه اخستې وه .
په پیل کې د مارشال عبدالرشید دوستم ،پیغام د ملي اسلامي جنبش د فرهنګي کمېټې د رییس له خوا ولوستل شو.
وروسته د جوزجان والي محمدهاشم رييس، د دغې ملي ورځې له امله اتلو امنیتي او دفاعي ځواکونوته مبارکي وویله او زیاته یې کړه : هغه ځواکونه چې د زحمتونو په کاللو سره يې خلکو ته ارامي راوستې ده د خلکو په زړونو کې ځای لري .
د دغې غونډې يوشمېرګډونوالو سرتېرو ته د ګلانو په ورکولو دهغوی ملا تړ وکړ
ویل کېږي د يادې غونډې پاى کې ګډونوآلو د وینې ګرځنده بانک ته هم څه دپاسه ۱۵۰۰ سي، سي وینه ورکړه .
پای شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته