دشما لي وزيرستان پر قبايلي سيمي د بې پيلو ټه امريکايي الو تکې په بريد کې څه ناڅه څلور تنه ووژل شول
دا بريد دشپې نا وخته وشو چې دوه توغندي دشمالي وزيرستان مرکز ميرامشاه ښار ته څيرمه د يوې ودانۍ په انګړ وتوغول شول.
دسيمې او سيدونکو ووويل: له بريد وروسته دغه ودانۍ سوځيدلې ده.
دخيبر _پښتو نخوا ايالت پر قبايلي سيمو د بې پيلو ټه ا مريکايي الوتکو عمليات د تير نوامبر له مياشتې څخه کله چې په مومندو ايجنسي کې د پاکستاني پوځيانو په دوو پوستو د ناتو هليکوپترونو بريدونه و کړل او٢٤ تنه عسکر پکې ووژل شول، ځنډول شوي و
له دغو بريدونو وروسته پاکستان پنتاګون ته خبر داري ورکړ چې پرپاکستان هوايي بريدونه د مقرراتو ترپښو لا ندې کول دى او هغه بايد پاى ته ورسوي
پاکستان دغه راز د ناتو دځواکونو ځمکني تدارکاتى لاره و تړله او امريکايي لارښوونه وکړه چې په بلوچستان کې د شمسي هوايي اډه خالي کړي.