خبرونهامنیت

په طالبانو او داعش ډلو پورې اړوند لس وسله وال په کونړ کې ونیول شول

٤٨- کابل / د مرغومي ۱۶ مه / باختر
په کونړ کې د ملي امنیت موظفینو په وسله والو طالبانو او داعش ډلو پورې اړوند ۱۰ وسله وال کسان نیولي دي.
د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛ د کونړ والي محمد اقبال سعید ویلي دي چې د ملي امنیت زړورو منسوبینو ۱۰ وسله وال نیولي دي چې ۷ یې په وسله والو طالبانو او ۳ نور یې په داعش ډلې پورې تړلي دي.
سعید زیاته کړې ده چې نیول شويو کسانو په دغه ولایت کې تروریستي بریدونه ترسره کول او پر جرمونو یې اعتراف کړی دی. دغه راز د ملي امنیت موظفینو په یاد ولایت کې د عملیاتو په بهیر او پلټنو کې ۲۰ ماینونه کشف او له منځه وړلي دي .
د کونړ والي له خلکو څخه غوښتي دي چې د تروریستي فعالیتونو د مخنیوي او د تروریستانو په نښه کولو کې له کشفي او امنیتي ارګانونو سره همکاري وکړي.
وسله والو طالبانو او د داعش ‌ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ختم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته