نړۍ

په عراق کې د هندي اتباعو د بيدرکه کيدل

بغداد رويترز  باختردغبرګولي دمياشتې ٢٨ :
دهند حکومت له زياتو هلو ځلوسره سره په دې نه دى بريالى شوى په عراق کې له هغو لسګونو تنو بيدرکه شويوهندوانوسره اړيکې ټينګې کړي چې بيدرکه شوي دي.
دهند يوې مشهورې ورځپاڼې ليکلي دي چې دغه ٤٠ تنه  هندي اتباع تښتول شوي دي .
باخترآ ژانس  د رويټرز د خبري آژانس له خولې خبر راکړ:
د هند د بهرنيو چارو وزارت ويندوى سيداکبرالدين وويل چې دهند په لسګونو تنه ساختماني کارګران په عراق کې د داعش د ډلې لاسته ورغلي دي.
ده زياته کړه چې هندي مقاماتو د ٤٦ تنو ښځينه روغتيا پالو په ګډون په عراق کې  له خپلو اتباعو سره د اړيکو دټينگښت لپاره زياتې هلې ځلې کړې دي او يو ځانګړى استازى يې بغداد ته استولى چې هندته د هغوى د ستنولو په لاره کې مرسته وکړي.
د را رسيدلو خبرونو له مخې: څه د پاسه ٤٠ تنه هندي اتباع په موصل ښارکې استوګنه لري او په عراق کې د هند سفارت له زياتو هلوځلو سره سره په دې نه دى بريالى شوى چې له هغوى سره اړيکې ټينګې کړي.
تيره اوونۍ هم د ترکيې څه دپاسه ٨٠ تنه اتباع د داعش د ډلې له خوا په عراق کې تښتول شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته