اقتصاد

په عينو مېنه کې د ټيلکام شبکه پرانیستل شوه

قندهار باخترد چنګاښ د مياشتې ۲۷ مه
د مخابراتو او ټکنالوژۍ سرپرست وزير سيد احمدشاه سعادات او ورسره مل پلاوي قندهار ولايت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت په عينو مېنه کې د افغان ټيليکام نوې ډيجيټلي شبکه افتتاح کړه.
د قندهار د والي مرستیال عبدالحنان منيب وويل چې په عينو مېنه کې د افغان ټيليکام نوې ډيجيټلي شبکه به د حکومتولۍ په معياري کېدو او اصلاح کې ښه رول ولوبوي.
منيب د مخابراتو وزارت څخه هيله وکړه چې دفغان ټيلکام شبکه دې د قندهار ښار نورو برخو ته هم وغځوي او هم دې د خصوصي شبکو په بيو کې ټيټوالي راولي.
د مخابراتو او ټکنالوژۍ سرپرست وزير سيد احمدشاه سعادات په عينو مېنه کې د فايبر ډيجيټل دستګاه افتتاح د ټکنالوژۍ په برخه کې يو مهم ګام وباله اوزياته يې کړه چې په دې سره به د عينو مينې هر کور د ټليفون او انټرنيټ له مزو څخه برخمن شي.
هغه زياته کړه چې پر دې پروژه ۵ميليونه ډالر لګښت راغلی چې له دې سره به نه يوازي په ټليفوني اړيکو کې تخفيف راشي، بلکې د انټرنيټ په سرعت او لګښت کې به هم مثبت بدلونونه راشي.
سعادات هیله وښوده  چې افغانستان به په راتلونکي کي د ډيجيټل لارو مرکز وي او نورو هيوادونه به سره نښلوي.
په ورته وخت کې د قندهار د ولايتي شورا رېیس حاجي سيدجان خاکرېزوال د فغان ټیليکام په افتتاح کېدو د خوښۍ د څرګندولو ترڅنګ له مخابراتو وزارت څخه هيله وکړه چې ولسواليو  ته هم د مخابراتي خدماتو په رسولو کې ورسره همکاري وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته