امنیت

په غزني کي يو سړى د جعلي اسنادو په تړاو ونيول شو

۴۰- کابل / د سلواغې ۱۵ مه / باختر
په غزني کې يو سړى چې له ١٤کلونو راپدېخوا یې له تحصيلي جعلي اسنادو څخه په استفادې سره په يو مهم بست کې کار کاوه، ونيول شو.
د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند احمدخان سيرت باختر آژانس ته وويل چې د دغې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مديريت منسوبینو دغه سړى د جعلي تحصيلي اسنادو او دغه راز په جعلي اسنادو سره د ولسي تړون په اداره کې پر دندې ګومارل شوی و، ونيول شو.
سيرت زياته کړه: نيول شوى کس له ١٤ کلونو راپدېخوا د غزني د ولسي تړون دفتر په يو بست کې په جعلي تحصيلي اسنادو سره، د مياشتې ۵۵ زره افغانۍ معاش ترلاسه کاوه.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته