امنیت

په غزني کې د امنيتي ګارنيزيون ځانګړې قطعه جوړه شوه

کابل / د زمري ۸مه / باختر
په غزني ښار کې د وسله والو طالبانو د احتمالي تحرکاتو د مخنيوي په موخه د ګارنيزيون امنيتي ځانګړې قطعه جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د غزني والي د دغې قطعې په پرانیستغونډه کې وويل چې د دغې قطعې دنده پر غزني ښار د تروريستي ډلو د احتمالي بريدونو مخنيوى، د عامه نظم رامنځته کول، د ښار په کمربندونو کې ګزمې، د غير قانوني وسلو راټولول او له موټرو څخه د تورو فلمونو پاکول دي.
هغه زياته کړه: دغه قطعه چې د ملي پوليسو، ملي امنيت او ملي اردو له ځواکونو څخه جوړه شوې ده، ځانګړي صلاحيتونه لري.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته