ټولنه

په غزني کې د روږدو کسانو شمېر ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې دی

غزني/ د سلواغې ۴ مه/ باختر
په غزني کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د شمېر زیاتېدو د دغه ولایت اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.
د غزني یو شمېر ښاریانو د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ته ویلي چې په دغه ولایت کې د جګړې او بې کارۍ له امله پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر ورځ تر بلې د ډېريدو په حال کې دى.
دوی وايي چې په عامه ځايونو کې د روږدو کسانو شتون او په بد بشري وضعيت کې د هغوى کتلو د عامو خلکو په تېره بيا د ماشومانو پر روحي او رواني وضعيت ناوړه اغېزه کړې.
د غزني ښاریان له اړوندو ادارو غواړي چې له عامه ځايونو روږدي کسان ټول او په يو مناسب ځاى کې يې د ځاى پر ځاى کولو سربېره د درملنې تابيا ونيسي.
په ورته وخت کې پر نشه يي توکو یو شمېر روږدي کسان وايي چې د بې کارۍ له امله ګاونډيو هيوادونو ته د کډوالۍ او يا هم د کار لپاره د تللو پر مهال روږدي شوي دي.
دوى د خپل ژوند له دغه بد وضعيت څخه پښيمانه دي او وايي: که حکومت ورته د درملنې ﺯمينه برابره کړي، نو بېرته به خپل عادي ژوند ته وګرځي.
بل خوا په غزني کې د روږدو کسانو د روغتون مشر ډاکتر بصير احمد(اميرﺯى) وايي چې دوى په دغه روغتون کې په یو وخت د پنځوسو ناروغانو د درملنې او بسترولو امکانات لري چي په خبره يې د روږدو لوړ شمېر ته په کتو نه شي کولاى په لنډ وخت کې د ټولو درملنه وکړي.
د هغه په خبره د بې کارۍ او فقر له امله نه يواﺯې ورځ تر بلې د روږدو کسانو شمېر په زیاتېدو دی، آن ډېر هغه کسان چې پخوا يې درملنه هم شوې بېرته نشه يي توکو ته مخه کړې ده.
امیرزی زیاتوي: په راتلونکي کې پلان لري چې دغه روغتون سل بسترو ته لوړ کړي او دوی د عامه پوهاوي ټیمونه هم جوړ کړي چې خلک د نشه يي توکو له زیانونو خبر او ورته لاﺯم پوهاوى ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ځینو بنسټونو د ترسره شوې سروې له مخې دا مهال په غزني کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر ۱۰۰ زرو ته رسېږي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته