ورزش

په غزني کې د سکي ورزشي کلپ پرانېستل شو

کابل/ د مرغومي ١٩مه / باختر:
په غزني ولايت کې د سکي ورزشي کلپ پرانېستل شو.
غزني له کابل، باميان او پنجشير وروسته د افغانستان څلورم ولايت دى چې د سکي کلپ پکې فعالېږي.
دغزني د سکي د کلپ مسوول محمدعلي وايي ده له باميانو وروسته په غزني ولايت کې هم د سکي کلپ پرانيست چې اوس دولس غړي لري.
محمدعلي زياته کړه، په غزنې کې د سکي فدراسيون د ولايتي څانګې د پرانېستو لپاره به هم هڅه وکړي.
نوموړى وايي دا لومړى ځل دى چې په غزني کې دا لوبه ترسره کېږي او ١٢ لوبعاړو پکې برخه اخيستې وه. موږ هيله لروچې په راتلونکي کې د دې لوبې ګډونوال زيات شي اوهڅه کوو چې د سکي لوبې فدراسيون هم په غزني کې جوړ کړو.
د يادونې وړ ده چې د غزنې د سکي کلپ غړو د جمعې په ورځ په غزني ښارکې د دولتي پوهنتون شاته د کلاى جوز په غړونو کې د سکي لوبه هم ترسره کړه چې ګڼ شمېر ښاريان يې نندارې ته ورغلي وو.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته