ټولنه

په غزني کې د یوې کورنۍ ۹ نابینا غړي له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي

۲۱- کابل / د سلواغې ٢١ مه / باختر
په غزني کې چې د یوې کورنۍ ټول غړي په سترګو نابینا دي او له زیاتو ستونزو سره مخ دي، دوی له دولت څخه د مرستې غوښتنه کوي.
روغتیايي خدمتونو ته نه لاس رسی، د زړه ناروغي، شکر، لوړ فشار، د سترګو مکروبي کېدل، د سترګو په درملنه کې ځنډ، د نږدې خپلوانو ترمنځ ودونه او ارثیت هغه عوامل دي چې له امله یې ډېری وګړي د سترګو لید له لاسه ورکوي.
د باختر آژانس د رپوټ له مخې؛ د غزني پښتون آباد سیمه کې د یوې کورنۍ ټول غړي چې په سترګو معلول دي، له ګڼو اقتصادې ستونزو سره مخ دي.
دوی وایي چې د جنګ جګړو له امله بې ځایه شوي چې امله یې د نورو ګڼو ستونزو سربېره د اوسېدو لپاره سرپناه هم نه لري.
د دغې کورنۍ مشر مؤمن خان وایي چې د ده په ګډون د کورنۍ ۹ غړي یې په دې ناروغۍ اخته او دغه ناروغي ورته له مور او پلار څخه په ارث پاتې ده.
مؤمن زیاتوي چې د ناروغۍ د درملنې لپاره زیاتو ډاکټرانو ته ورغلي، خو درملنه یې نه ده شوې.
دی وايي چې د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولای د کورنۍ غړي د درملنې لپاره بهرني هېواد ته ولېږي.
مومن پر دولت او خیریه بنسټونو غږ وکړ چې د ده او ماشومو په درملنه کې یې د دوی لاس نیوی وکړي.
په ورته وخت کې د غزني د‌ کار او ټولنيزو چارو ریيس وايي چې يواځې له هغو کسانو سره مرسته کوي چې په جنګ کې معلول شوي وي.
د ده په خبره؛ د کار او ټولنیزو چارو ریاست له هغو کورنیو سره چې ارثي معلولیت ولري، یواځې د روغتیايي کېټونو مرسته کوي، خو ډاډ یې ورکوي چې د یادې کورنۍ ستونزې به هم ډېر ژر حل شي.
په همدې حال کې د معلولینو او شهیدانو چارو وزارت وايي چې معلولیت یوه پراخه ټولنیزه پدیده ده چې په یواځې ځان یوه اداره ورته لاس رسی نه شي کولای، مهمه ده چې نورې ملي او نړیوالې ادارې او عام وګړي د دوی ملاتړ او لاسنیوی خپل دیني، انساني او وجداني مسوولیت وګڼي.
دا په داسې حال کې ده چې دا مهال په غزني کې د کار او ټولنیزو چارو له ادارې سره له ارثي معلولینو پرته ۲۰ زره معلولین ثبت او راجستر شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته