ټولنه

په غزني کې له سلګونو کورنیو سره نغدي مرسته کېږي

کابل / د کب ۳ مه / باختر
د غزني د ګډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست په دغه ولایت کې له ۵۰۰ کورنیو سره نغدي مرسته کوي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د غزني والي سید عمر نورستاني د مرستې د وېش په پیل کې وویل چې په دې دوره کې هرې کورنۍ ته چې د جګړې او نا امنیو له امله د غزني له ناامنو ولسوالیو څخه بې ځایه شوې او د دغه ولایت په مرکز کې مېشت شوې دي؛ ۱۵زره افغانۍ ورکول کېږي.
نورستاني زیاته کړه چې په دغه ولایت کې هره ورځ له جګړې څخه د زیانمنو شویو کورنیو شمېر زیاتېږي او نږدې راتلونکي کې به له نورو اړو کورنیو سره هم مرسته وشي.
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته