امنیت

په غزني کې يو سړى له ٢٣کيلوګرامه چرسو سره ونيول شو

کابل / د کب ۱۱مه / باختر
د غزني پوليسو يو سړى نن په دغه ولايت کې له ٢٣ کيلوګرامه چرسو سره ونيو.
د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند سردار ولي تبسم باختر آژانس ته وويل چې د دغې قوماندانۍ منسوبینو دغه سړى د غزني زړو ښار له ساحې څخه په عملياتو کې د نشه يي توکو د قاچاقو په تړاو ونيو.
تبسم زياته کړه چې له نيول شوي کس څخه ٢٣ کيلوګرامه چرس ترلاسه شوي دي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته