خبرونهامنیت

په غزني کې 4 کسان د جنايي جرمونو په تور ونيول شول

کابل / د کب۱٥/ باختر  

د غزني پوليسو په تيرو ٤٨ ساعتو کې په  دغه ولايت کې ٤ څلور کسان د جنايي  جرمونو په تورونيول.

د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند سردارولي تبسم باختر آژانس ته وويل:  د دغې قوماندانۍ منسوبانو دغه کسان د غلا، د وسلې ګواښ او ترافيکو د پوليسو د وهلو او ډبولو په تور د غزني ښار له مربوطاتو څخه ونيول .

له نيول شويو کسانو څخه يوه تومانچه هم ترلاسه شوې ده.

پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته