امنیت

په غزني کې یو سړی له نشه يي توکو سره ونیول شو

کابل / د وري ۱۵ مه / باختر
د غزني پولیسو نن په دغه ولایت کې یو سړی له ۸ کیلو۵۰۰ ګرامه هیرویینو سره ونیو.
د غزني د امنیې قوماندانۍ ویاند سردار ولي تبسم باختر آژانس ته وویل چې د دغې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیریت پولیسو ۸ کیلو۵۰۰ ګرامه هیرویین چې په یو مسافر وړونکي موتر کې د مېوو د جوسو په بستو کې په ماهرانه ډول ځای پر ځای شوي وو، کشف او ضبط کړل.
تبسم زیاته کړه چې د دغو نشه يي توکو په اړوند یو سړی نیول شوی دی.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته