خبرونهامنیت

په غزني کې یو سړی له نشه یی توکو سره ونیول شو

کابل / د مرغومي ۲۹مه / باختر
د غزني پولیسو نن په غزني ښار کې د نشه یي توکو یو پلورونکی ونیو.
د غزني د امنیې قوماندانۍ ویاند احمدخان سیرت باختر آژانس ته وویل چې د دغې قوماندانۍ له نشه یي توکو سره د مبارزې مدیریت پولیسو دغه پلورونکی د غزني ښار په مربوطاتو کې ونیو.
سیرت زیاته کړه چې له نیول شوي سړي څخه یوه اندازه هیرویین، اپین، چرس او د کا-ټابلېټونه ترلاسه شوي دي.
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته