خبرونهامنیت

په غزني کې یو قومي مشر ترور شو

٢٦-غزني / د سلواغۍ / ۸ / باختر
ناپېژاندو وسله والو کسانو تېر ماښام په غزني کې یو قومي مشر ترور کړ.
د غزني د والي ویاند واحد الله جمعه زاده باختر اژانس خبریال ته وویل چې د دغه ولایت یو قومي مشر او پخوانی ډګروال عبدالرازق د غزني مرکز قلعه نو په سیمه کې خپل کور ته څېرمه ترور شو.
هغه زیاته کړه چې یرغلګر له سیمې وتښتېدل خو پولیسو د دوی د پېژاندلو او نیولو لپاره هلې ځلې پیل کړې دي .
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته