خبرونهامنیت

په غزنې کې د طالبانو يو نفوذي کس دوه پوځيان شهيدان کړل

٣٢- کابل/ د مرغومي١٦مه / باختر
په غزني کې د وسله والو طالبانو يو نفوذي کس تېره شپه دوه پوځيان شهيدان او پنځه نور يې ټپيان کړل.
د ٢٠٣ تندر قول اردو د درېمې لوا وياند علي شکاري د باختراژانس سيمه ييز خبريال ته وويل؛ چې د وسله والو طالبانو يو نفوذي غړى تېره شپه د٣ بجو په شاوخوا کې دغزني ښار د توحيد آباد په ساحه کې د ملي اردو د پوستې دوه پوځيان شهيدان او ٥ نور يې ټپيان کړل.
هغه زياته کړه چې د طالبانو دغه نفوذي غړى په تېښتې بريالى شوى دى.خوداسې رپوټونه شتون لري چې د وسله والو طالبانو يو نفوذي کس لومړي اووه تنه مسموم او وروسته يې په بې غږه تومانچې سره شهيدان او د هغوى جنګي وسايل يې له ځان سره يووړل.
د يادونې وړ ده چې يوه ورځ مخکې هم د طالبانو يو نفوذي غړى ٩ پوځيان په قندهار کې شهيدان کړي و.
پاى \ ج\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته