امنیت

په غورکې لسګونوجریبه کرنیزوځمکو ته د اوبو د برابرولو هلې ځلې پیل شوې دي

کابل / د چنګاښ ۲۴ / باختر
په غورکې لسګونوجریبه کرنیزوځمکوته د اوبو د برابرولو لپاره هلې ځلې پیل شوې دي.
ټاکل شوې ده د کلیو د بیا رغاونې او پرمختیا وزارت د اوبو د یو سربند او د اوبو د یوکانال په جوړېدو سره د لعل سرجنګل په ولسوالۍ کې دغو کرنیزو ځمکو ته اوبه برابرې کړي.
دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره ویلي دي، ټاکل شوې ده دغه کانال او سربند ترشپږو نورو میاشتو پورې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دغو پروژو په ګتې اخیستنې سره هیله کېږي د بزګرانو۱۱۰ جریبه کرنیزې ځمکې خړوبه شي.
بزګرانو د اوبو د دغه کانال او سربند د جوړېدوله هلوځلوڅخه خوښ دي او وايي چې د کافي اوبو په لرلوسره د دوی د کار او کرکیلې سبب کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته