سیاست

دحکومت له لوري دهرات ښاروالۍ دبودجې د تصويب دبهير په ګړندي کولو باندې ټينګار .

-کابل باختر د وري درې  ويشتمه :
دهرات والي دهرات ښاروالۍ دبودجې دتصويب  دبهير دګړندي کولوپه کار کې دسيمه ئيزو ارګانونو خپلواکې ادارې دجديت غوښتنه وکړه.
دهرات له والي عبدالقيوم رحيمي سره دسيمه ئيز ارګانونودخپلواکې ادارې له رييس عبدالمتين بيک سره له کتنې سره جوخت دسيمه ئيزوادارو کړه وړه وڅيړل شول او په وروستيو  مياشت کې دهرات ولايت دمقام له لوري ترسره شوي اقدامات وستايل شول .
دسيمه ئيزو ارګانونو دادارې رييس  دسيمه ئيزو مقاماتو ترمنځ همغږى ، جديت او هڅې دقناعت وړ وبللې  اوپه دې برخه کې يې دولايت دمقام له مشرتابه   څخه قدرداني وکړه .
په دې ترڅ کې دهرات والي  دادارو د ځينو ستونزو په ګوټه کولو سره دولايتونو په کچه  له دويمو واحدونوسره دملاتړ په کار کې دمرکزي ادارودجديت غوښتنه وکړه .
دغه  جګپوړي دولتي مقام غوښتنه وکړه چې دسيمه ئيزوارګانونو خپلواکه اداره دهرات ښاروالۍ دبودجې دتصويب بهير ګړندى کړي  ځکه  په دې کار کې ځنډ دستونزو درامنځته کيدو او دخلکو دناخوښۍ دزياتوالي سبب شوى دى .
دهرات والي دولايتونو په کچه په دويمه  واحدونوکې دکار حجم ته په اشارې سره ددې غوښتنه وکړه چې داضافه کارى  امتياز دې دکارکوونکو دتشکيل له مخې په پام کې ونيول شي .
  ختم_ ف_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته