ټولنه

په غور کې د بې ځايه شويو کورنیو لپاره يوه سيمه جوړه شوه

کابل / د چنګاښ ۲۵مه / باختر
د غور سيمه ييزې ادارې له موجودو امکاناتو څخه یې په استفادې سره، د ۴ زرو کورنيو لپاره چې د وچکالیو او جګړو له امله بې حايه شوې دي، يوه سيمه جوړه کړې ده.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبر له مخې؛ د غور والي عبدالظاهر فيض زاده د دغې سيمې د لیدو په وخت کې د دغه ولايت د کډوالو د راستنېدونکو چارو، د کليو د بيا رغاونې او پراختيا او له طبيعي پېښو سره د مبارزې ریاستونو او د سرې مياشتې ادارې د مسوولينو د هلوځلو قدرداني وکړه.
فيض زاده د دغه ولايت د پوهنې، د کليو د بيارغاونې او پراختيا او د عامې روغتيا رياستونو ته لارښوونه وکړه چې په یاده سيمه کې بې ځايه شويو ته د نورو اسانتياوو ترڅنګ، ګرځنده روغتيايي کلينيک او د څښاک اوبو هم برابرې کړي او د ماشومانو او تنکيو ځوانانو د زده کړې په خاطر دې يو ښوونځي هم جوړ کړي.
د غور والي له ملي او نړيوالو بنسټونو او مرستندويو موسسو څخه وغوښتل چې د بې ځايه شويو کسانو زياتوالي ته په پام سره له هغوى سره سملاسي مرسته وکړي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته