اقتصاد

په غور کې د پټاتو زیاتره زېرمې بشپړ شوې دي

۲۰- کابل / د لړم ٢٩ مه / باختر
د غور د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې تر دوو اوونیو لپاره په دغه ولایت کې د پټاتو د ټولو زېرمو کار بشپړېږي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې د غور په مرکز او یوشمېر ولسوالیو کې د څه دپاسه ۱۸۱ میلیونو افغانیو په لګښت د پټاتو د ساتنې د ۳۲۷ زېرمو د جوړولو کار شپږ میاشتې مخکې پیل کړی دی چې تر راتلونکو دوو اوونیو پورې بشپړېږي.
ویل کېږي هره زېرمه له ۱۲ تر۱۶مټریک ټنو پورې د پټاتو د ساتنې ظرفیت لري.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته