ښوونه او روزنه

په غور کې د ښوونځيو پر زده کوونکو روزنيز مواد وېشل کېږي

کابل / د مرغومي ۱۱ مه / باختر
د غور د پوهنې رياست مسوولين وايي چې د دغه ولايت د ښوونځيو پر زده کوونکو يوه اندازه روزنيز مواد وېشل کېږي.
د غور د پوهنې رياست د اسلامي تعليماتو آمر حسيني باختر آژانس ته وويل چې په دغو توکو کې خيمې، قرطاسيه، د ښوونکو د لارښوونې کتابونه، بکسونه، روغتيايي بستې، فرشونه او ورزشي بستې شته چې په دغه ولايت کې د ښوونځيو پر زده کوونکو وېشل کېږي.
هغه وويل چې یادې مرستې د يونېسف موسسې کړې دي چې د ولسواليو د پوهنې د آمريتونو له لارې به ووېشل شي.
هغه وويل چې د روزنيزو توکو وېشل د ښوونې او روزنې د پياوړتيا او زده کړې ته د زده کوونکو د هڅونې لپاره اغېزمن دي.
ختم- ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته