ټولنه

په غور کې لسګونوکورنيو نغدې پيسې ترلاسه کړې

کابل /د ليندې ١٠مه/باختر
د( اي سي اف ) مرستندويه اداره پرون دغور ولايت د لعل اوسرجنګل ولسوالي پر ١٤٤کورنيو نغدې پيسې وويشلې.
د باختراژانس دخبرله مخې؛ دغور ولايت د کرنې اوبولګولواومالدارى رياست يومسوول د باختراژانس خبريال ته وويل چې دغه کسان مخکې د دغې ادارې په همغږى سروې او پېژندل شوي وو.
د خبرځاى د څرګندونوله مخې؛ د اي سي اف ادارې په هرې کورنى ٦٨٥٠ افغانۍ وويشلې .
خبرځاى زياته کړه چې دغه اداره هلې ځلې کوي له نورو مرستندويو موسسو څخه مرستې راټولې کړي.
ع-

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته