ټولنه

په غور کې لسګونو بېځايه شويو کورنيو د خوړو توکي ترلاسه کړل

٤٥- کابل /دمرغومي ٢٢ /باختر
په غور کې نن څه دپاسه ١٢٠ بيځايه شويو کورنيو خوراکي توکي ترلاسه کړل.
دغور له پېښو سره د مبارزې د ملي ادارې رييس باختراژانس ته وويل چې يوسلو اته ١٢٨ کورنى چې د طبيعي پېښو او نا امنيو له امله د غور له بېلابېلو سيمو څخه خپل کورونه پرې ايښي دي او فيروزکوه ښار کې استوګن شوي دي دغې ادارې له خوا د خوراکي توکو مرسته وشوه .
خبرځاى زياته کړه په هرې کورنى ٥کيلوګرامه اوړه ، څلور کيلو وريجې، ٥ کيلوغوړي، چاى ، پنځه کيلوبوره، ٣ کيلو نخود او مالګه وويشل شوه .
هغه زياته کړه چې په بېځايه شويو کسانو د مرستې پړاو دوام لري .
ختم_ شکريه _ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته