ټولنه

په فارياب کې بېځايه شويو کورنيو مرستې ترلاسه کړې

کابل /د کب ١٢مه /باختر
په فارياب کې څه دپاسه ٤٠٠ بې ځايه شويوکورنيو نغدي مرستې ترلاسه کړې .
د فارياب ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول احمدجاويد بيدار باختراژانس ته وويل دغه کورنۍ چې شمېر يې ٤٧٠ تنوته رسېږي د فارياپ ولايت له ولسواليو څخه د ناامنيو له امله بېځايه او په ميمنې ښار کې ځاى پرځاى شوي چې د مهاجرينو د راستنولو د چارو رياست په هرې کورنى پنځلس پنځلس زره افغانۍ نغدې پيسې وويشلې.
د فارياب ولايت مرستيال عبدالمقيم راسخ وايي چې دغه کورنى له خپلو ماشومانو سره په سړه هوا کې له زياتو ستونزو سره لاس اوګريوان دي او د بهرنيو او کورنيو مرستندويو موسسو څخه يې وغوښتل چې له دغوکورنيو سره مرسته وکړي .
ختم-ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته