خبرونهروغتیا

په فارياب کې ديرش بېځايه شوي کسان په کرونا ويروس اخته شوي دي

دميمنې ښار / د سلواغۍ / ۴/باختر
کرونا ويروس په فارياب کې د کورني بېځايه شويو کسانو کې خپور شوي دي.
د فارياب والي نقيب الله فايق وايي په دغه ولايت کې د کرونا ويروس د بېځايه شويوکسانو کې خپورشوي دي اويوشمير بېځايه شوي کسان په دغه ويروس اخته شوي دي.
فايق زياته کړه: د سلګونو بېځايه شوي کورنيو کې د کرونا تست چې د ميمنې ښار په شپاړلسو ښوونځيو کې ژوند کوي اخيستل شوي دي چې د ٣٠ تنو د ازمايښت تست مثبت تشخيص شوي دي.
د فارياب والي وايي د فارياب په روغتونونو کې د کرونا ناروغانو لپاره د درملنې امکانات نشته اوله هغو څخه غوښتل شوي دي چې د رملنې لپاره نورو ولايتونوته لاړ شي .
خبرځاى زياته کړه چې تراوسه په فارياب کې ٤٢٨ تنه په کرونا ويروس اخته شوي دي چې له دې جملې څخه ٢٥ تنه يې مړه شوي دي .
ختم _ج _ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته