خبرونهامنیت

په فارياب کې د طالبانو٣ فعال غړي ونيول شول                                                                                     

کابل / د کب۱٥/ باختر  

افغان ځواکونو تيره شپه په فارياب کې د وسله والو طالبانو٣ فعال غړي ونيول.

 د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باخترآژانس ته  وويل:  افغان دفاعي او امنيتي ځواکونو د وسله والو طالبانو درې کليدي غړي په  اسامه مشهورعلي محمد، ملااجمل او عبدالغفور فارياب ولايت له مربوطاتو څخه ونيول.

رضايي زياته کړه دغه نيول شوي کسان د فارياب په المار، پښتونکوټ او خواجه سبزپوش ولسواليو کې په تروريستي فعاليتونو بوخت وو.

پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته