امنیت

په فارياب کې د طالبانو بريدونه په شا وتمبول شول

کابل / د چنګاښ ۲۵مه / باختر
په فارياب کې د وسله والو طالبانو بريدونه په شا وتمبول شول.
د فارياب د امنيې قومندانۍ وياند عبدالکريم يورش باختر آژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو د دغه ولایت د پښتون کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې پر امنيتي پوستو يرغل وکړ چې د افغان ځواکونو له مقاومت سره مخ شول او د تلفاتو په ورکولو سره وتښتېدل.
يورش زياته کړه چې په دغو جګړو کې ۴ وسله وال طالبان ووژل شول او ۶ نور یې ټپيان شول او همدارنګه يو پوځي شهيد شو او دوه نور یې تپيان شول.
ختم-ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته