امنیت

په فارياب کې څو کلي د طالبانو له شتون څخه پاک شول

کابل / د چنګاښ ۷مه / باختر
افغان ځواکونو نن په فارياب کې څو کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک کړل.
د فارياب د امنيې قومندانۍ وياند عبدالکريم يورش باختر آژانس ته وويل چې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په ګډو عملياتو کې چې د دغه ولايت د پښتون کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول؛ څو کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شول.
هغه زياته کړه چې د پښتون کوټ ولسوالۍ د دهن درې سيمې په لور د افغان ځواکونو پرمختګ دوام لري.
يورش زياته کړه چې په دغو عملياتو کې تراوسه ٨ وسله وال طالبان وژل شوي او ۵ نوریې ټپيان شوي دي.
د فارياب د امنيې قومندانۍ وياند وويل چې په دغو عملياتو کې يو پوليس هم شهيد شو.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته