کابل / د چنګاښ ۱۴ / باختر
د فاریاب ولایت د ولسوالیو یو شمېراوسېدونکي وايي چې ۱۰ ورځې کېږي چې په دغو ولسوالیوکې شپه او ورځ د مخابراتي شبکو فعالیت بند شوي دي او خلک له ستونزوسره مخ کړي دي.
د فاریاب د اندخوی ولسوالۍ اوسېدونکی جمیل د باخترآژانس سیمه ییزخبریال ته وویل چې د مخابراتي شبکو د فعالیت بندېدل خلک له ستونزوسره مخ کړي دي.
هغه زیاته کړه، په هغه صورت کې چې د فاریاب یو اوسېدونکی وغواړي له یوچا سره اړیکه ونیسي باید د جوزجان – فاریاب پولې ته لاړشي او اړیکه ونیسي.
د فاریاب د ولایتي شورا غړی آق محمد نوري وویل چې د اندخوی، قرغان، قرم قل او د خان چارباغ ولسوالیو د اوسېدونکواړیکې له بهرسره بندې شوې دي او خلکوته یوه ستره ستونزه ده.
د یادونې وړده چې طالبان مخکې هم د مخابراتي شبکومسولانوته خبرداری ورکړی و، که د شپې له خوا خلکوته خدمتونه وړاندې کړي د مخابراتي شبکو آنتنونوته اور اچوي.
-ع