ټولنه

په فاریاب کې د هېواد د اشغال پای ورځ ونمانځل شوه

کابل / د وږي ۲۰ / باختر
د فاریاب اوسېدونکو د بهرنیوځواکونو وتل او د افغانستان خپلواکۍ نن ونمانځل.
د باخترآژانس د سیمه ییزخبریال د خبرله مخې، په غونډه کې لسګونو دیني عالمانو، د ملکي بنسټونومسوولینو، قومي مشرانو په ګډون د فاریاب په مرکزمیمنې ښارکې جوړه شوه.
د فاریاب د فقهي مجلس مرستیال مفتي صاحب نقیب الله د امریکا او ناتوله لوري دهېواد د اشغال پای ته رسېدل د فاریاب اوسېدونکوته مبارکي وویل او دغه بریاوې یې د افغانستان مجاهد ملت ته ویاړ او د تاریخ جوړونې د مبارزې پایله وبلله او وېې ویل: له افغانستان څخه د بهرنیواو اشغالګروځواکونوبشپړ وتل او له امریکا څخه د خپلواکۍ ترلاسه کول ناڅاپي پېښه نه ده بلکې زموږ د مجاهدینواو مومن ملت د شل کلن مقاومت ، سرښندنې او د قربانۍ پایله ده.
دغه راز په دې غونډه کې یوشمېرګډونوالو د یو لړموضوعګانو په اړه هم خبرې وکړې د ملت د یووالی غوښتنه وکړه.
غونډه د خلکود خیر په دعا او د هېواد په پرمختک پای ته ورسېده.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته