ټولنه

په فاریاب کې له بېځایه شویو کورنیو سره مرسته وشوه

۱۸- کابل / د سلواغې لومړۍ / باختر
په فاریاب کې پرون زر بېځایه شویو کورنیو خوراکي توکي او ژمني جامې ترلاسه کړې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ پېښو ته د رسیدګۍ په چارو کې دولت وزیر غلام بهاالدین جیلاني د مرستې د وېش په وخت کې وویل چې په دې دوره کې پر هرې کورنۍ یوه اندازه خوراکي توکي، ژمني جامې او ۳۰ زره نغدې پیسې وېشل کېږي.
پېښو ته د رسيدګۍ په چارو کې د دولت وزارت پلاوی د بېځایه شویو کورنیو د حالت له څېړنې وروسته، هلې ځلې به وکړي چې له نورو کورنیو سره هم دغه شان مرسته وشي.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته