امنیت

په فاریاب کې په هوایي بریدونوکې ۵ تنه ووژل

میمنه/دکب۱۲/ باختر
۵وسله وال طالبان تېره شپه په فاریاب کې د پوځیانو په هوایي برید کې ووژل شول .
د۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند باختر آژانس ته وویل چې په دغو طالبانو د فاریاب د قیصار ولسوالۍ په جنوب ختیځ ساحه کې هغه وخت هوایي برید وشو او ووژل شول چې دسمڅې په کېندلو بوخت و .
خبرځای زیاته کړه چې په دغو هوایي بریدونو کې ٣ وسله وال طالبان ټپیان شول او یوه اندازه جنګي وسایل یې له منځه لاړل .
د یو بل خبر له مخې، د دغې قوماندانۍ منسوبانو د بلخ د کلدار ولسوالۍ په قرچه کلي کې د دښمن دوه ښخ کړی شوي ماینونه کشف او شنډ کړل.
پای شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته