ټولنه

په فاریاب کې څه دپاسه ۳۰۰ کورنیو مرسته ترلاسه کړه

کابل / لیندۍ ۱۵مه / باختر
په فاریاب کې له ۳۳۰ اړو او بېځایه شویو کورنیو سره د ژمنیو توکو مرسته وشوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د ملګرو ملتو د کډوالو ادارې (UNHCR) نن د فاریاب د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همغږۍ پر٣٣٠ اړو او بېځايه شویو کورنیو د ژمنیو توکو مرستې ووېشلې.
دغه کورنۍ د فاریاب له بېلابېلو ولسوالیو او سیمو څخه د دغه ولایت مرکز ته راکډه شوې وې چې پر هرې کورنۍ ۱۵ قلمه ژمني توکي ووېشل شول.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته