خبرونهامنیت

په فراه ښار کې يوه امنيتي قرارګاه جوړه شوه

٣١- کابل / دليندۍ ١٦مه /باختر
د فراه د امنيې قوماندانۍ مسوولينو د فراه ښار د مرواريد په کلي کې د امنيتي قرارګاه د جوړولو خبر ورکړ.
د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب د باختراژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې دغه قرارګاه د فراه ښار د خلکو د ښه امنيت تامينولو په خاطر په زياتو تجهيزاتو جوړه شوې ده چې فراه ښار ته د وسله والوطالبانو د ننوتو مخه نيسي.
د فراه امنيې قوماندان غلام سخي غفوري وويل په دغه قرارګاه کې ځاى پرځاى شوي ځواکونه د خلکو د سر اومال ساتنه کوي او وسله والوطالبانو ته اجازه نه ورکوي چې د خلکو ارامي ګډوډه کړي. ختم_ج_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته