ټولنه

په فراه کې اړمنې کورنۍ مرسته ترلاسه کوي

کابل /د سلواغې ۶مه /باختر
په فراه کې د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ او د (فراداتاد) موسسې په همکارۍ پر ۲۲ زرو اړمنو کورنیو د خوراکي توکو وېشلو بهیر پرون پیل شوی چې لا هم دوام لري.
د فراداتا موسسې مسوول انجنیر خدا رحیم همت د باخترآژانس خبریال ته وویل چې ټاکل شوې ده په ۶ میاشتو کې پر ۲۲ زرو اړمنو کورنیو او ماشومانو خوراکي توکي ووېشل شي.
د فراه یو شمېر خلک وایي چې دغه مرستې د دې سبب کېږي چې هغوی خپل ژوندي پاتې کېدو ته هیله من شي.
د فراداتا موسسې مسوول زیاته کړه په څه ناڅه ۲۰ ورځو کې د دغې موسسې کاري ټیم د فراه مرکز، ناحیو، ولسوالیو، کلیو او بانډو ته ورځي او اړمنې کورنۍ سروې کوي.
له بله پلوه په فراه کې د خوړو نړیوال سازمان استازي وویل: فرا داتا موسسې په فراه کې څه د پاسه اتیا سلنه خلک سروې کړي او ډېر ژر به پر دغو اړو کسانو خوراکي توکي ووېشل شي.
هغه زیاته کړه چې له وروستیو بدلونونو وروسته دا لومړی ځل دی چې د فراه په مرکز او ولسوالیو کې بشردوستانه مرستې پر اړو کسانو وېشل کیږي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته