امنیت

په فراه کې جنايي جرمونو کمښت موندلى دى

کابل/ د ليندۍ٣مه / باختر:
د فراه امنيتي مسوولينو په دغه ولايت کې د جنايي جرمونو د زيات کمښت خبرورکوي.
د فراه د امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير مولوي ادريس د باختر آژانس خبريال ته وويل؛ د فراه د امنيې قوماندانۍ مسوولينو د هلوځلو او د دغې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پرخلاف د مبارزې مديريت د منظمې همغږۍ په پايله کې په جنايي جرمونو کې زيات کمښت راغلى دى.
هغه زياته کړه د فراه د خلکو دوامداره همکاري د جنايي جرمونو په کمښت کې اساسي رول لري.
د هغه د څرګندونوله مخې؛ د فراه د امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مديريت منسوبين شپه او ورځ د فراه خلکو د امنيت د تامينولو لپاره هلې ځلې کوي.
د خبرځاى د څرګندونوله مخې، په وروستيو دوو مياشتو کې په فراه کې د جنايي جرمونو اوويا سلنه کمښت موندلى دى او دوى هلې ځلي کوي چې جنايي جرمونه په دغه ولايت کې صفر ته ورسوي.
د يوبل خبرله مخې: د فراه د امنيې قوماندانۍ ځواکونو له دوو مياشتو را په دې خوا په نشه يي توکو نږدې پنځه سوه روږدې کسان د ښارله بېلابېلو سيمو څخه راټول او د درملنې په خاطر يې روغتون ته معرفي کړي دي.
هغوي وويل: دغه روږدي کسان له درملنې وروسته له روغتون څخه رخصت شوي دي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته