کابل باختر دثور پنځمه :
شل تنه وسله وال طالبان په فراه ولايت کې په نويو هوايي بريدونوکې ووژل شول .
په دغو ډار اچوونکو تيره شپه دبکوا او دبالابلوک په ولسواليو کې او دفراه ښارته څيرمه بريدونه شوي دي .
دهېوادپه لويديځ کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر اژانس ته وويل چې دهېواد په دغه هوايي بريدونوکې شل تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي .
ده وويل زياتره وسله وال طالبان په سنګرونو کې و ، چې بريدونه پرې وشول
درارسيدلو خبرونو له مخې په دې بريدونوکې دوسلو او مهماتو سره يې دطالبانو څو سنګرونه هم دړې ورې شوي دي .
دهېواد په لويديځ کې پوځي مقامات وايي چې دډار اچوونکو د جنګي ځواکمنتيا دکمولو لپاره به ددوى په سنګرونو هوايي بريدونو ته دوام ورکړي .
ختم_ عطاالله _ اکرم